Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د امریکا سفارت: د افغانستان په انتخاباتو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده

0
په کابل کې د امریکا سفارت وايي، دوی د هغو ګڼو افغانانو او نړیویوالو غږ بدرګه کوي چې باور لري، د افغانستان په انتخاباتو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.


دې سفارت نن په یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له خوا شوی، څو هغه ادارې او تخنیکي ستونزې هوارې کړي چې د پارلماني انتخاباتو په ترڅ کې ولیدل شوې.


په کابل کې د امریکا سفارت وروسته له هغې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه دا څرګندونې کوي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل، د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون په دې هېواد کې د اپرېل له شلمې نېټې څخه د جون شلمې نېټې ته د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډولو پرېکړه د امریکا د فشار له کبله کړې ده.


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې ویلي، د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ځنډېدو پرېکړه سربېره پر دې شوې چې تر دې مخکې هم ولسمشر غني او هم د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون پر وخت د ولسمشرۍ د انتخاباتو په ترسره کېدو بیا بیا ټینګار کړی و. 


خو په کابل کې د امریکا سفارت د جمعې په ورځ پرته له دې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څرګندونو ته اشاره وکړي، ویلي چې دا په افغانانو پورې اړه لري چې خپل مشران وټاکي او دوی مستحق دی چې د انتخاباتو یوه وړتیا لرونکې اداره ولري او داسې کارپوه کسان په کې وي چې د انتخاباتو پر پروسه د خلکو باور بېرته تر لاسه کړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса