Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

چارواکي: وسله والو تېره شپه په سپین بولدک کې نهه سرتېري وژلي

0
چارواکي وايي، وسله والو تېره شپه په سپین بولدک ولسوالۍ کې نهه سرتېري وژلي دي.


په سیمه کې د پولیسو یوې باوري سرچینې د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې وسله والو تېره شپه ناوخته د سپين بولدک ولسوالۍ د رباط په کلي کې پر يوه امنیتې پوسته برید کړی، د پوستې ټول سرتېري چې شمېر يې نهو تنو ته رسېده، وژل شوي او د پوستې ټول تجهيزات يې له ځان سره وړي دي.


د کندهار امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


طالبانو د برید مسؤليت منلی دی.


سپین بولدک چې ډیورند کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده، په وروستیو کې ورڅخه د وسله والو بريدونو د زياتوالي خبرونه ورکول کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса