Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په پاریس کې په یوه نانوايي کې چاودنې دوه تنه اور وژونکي وژلي

0
د پاریس په مرکزي سیمه په یوه نانوايي کې چاودنې لږترلږه دوه تنه اور وژونکي وژلي دي. 


چارواکي وايي، دوی باور لري چې د شنبې د ورځې دا چاودنه د سون د ګازو له کبله رامنځته شوې ده.


په پېښه کې ۴۷ کسان ټپیان شوي هم دي چې د لسو تنو روغتیايي وضعيت ښه نه دی.


یو عیني شاهد د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي، اور وژونکي تر چاودنې تقریباً یو ساعت مخکې دې نانوايي ته ننوتي وو.


د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریسټوف کاستانر خبریالانو ته ویلي، شااوخوا دوه سوه اور وژونکي یې سیمې ته استولي، څو لګېدلی اور ووژني او د شااوخوا ودانیو څخه خلک وباسي.


په پاریس کې د پرله پسې نهمې شنبې لپاره د زېړ واسکټو په نوم د معترضانو د اعتراضونو تمه کېږي او په همدې خاطر په دې ښار کې جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.


د پاریس د ښار د مرکز ډېرې برخې د بلوا ضد پولیسو له خوا تړل شوي دي.


دا اعتراضونه په لومړي سر کې د سون پر موادو د مالیې د لوړولو په وړاندې راپورته شول، خو وروسته چې فرانسوي ولسمشر ایمانوئل مکرون له خپلې پرېکړې بېرته په شا شو، معترضینو خپلې غوښتنې زیاتې کړې او اوس د ولسمشر د استعفا سربېره د تنخواګانو د لوړولو او نورو مالیو د کمولو غوښتنه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса