Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

سعودي عربستان د پاکستان په ګوادر بندر کې د تېلو چاڼ‌ځای جوړوي

0
سعودي عربستان وايي، په پام کې لري چې د پاکستان په ګوادر بندر کې په ۱۰ میلیارد ډالره د تېلو چاڼ‌ځای جوړ کړي.


د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر خالد الفلاح پرون شنبه «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۲» په ګوادر بندر کې چې د چین په مرسته انکشاف ورکول کېږي، وویل:


"سعودي عربستان غواړي چې د تېلو د یوه چاڼ‌ځای د جوړولو او د چین او پاکستان په اقتصادي دهلیز کې د ګډون له لارې د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې ثبات راولي."


الفلاح دا څرګندونې په هغه ځای کې وکړې چې ټاکل شوې ده سعودي عربستان هلته چاڼ‌ځای جوړ کړي.


ده دا هم وویل چې د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان به راتلونکې فبرورۍ د موافقې د لاسلیک لپاره پاکستان ته لاړ شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса