Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

یوه ۱۸ کلنه سعودۍ نجلۍ کاناډا ته ورسېده او د پناه غوښتنه یې وکړه

0
یوه اتلس کلنه سعودۍ نجلۍ چې ویل یې که سعودي عربستان ته بېرته وګرځول شي، وبه وژل شي، کاناډا ته ورسېده او د پناه غوښتنه یې وکړه.


د دې نجلې چې رهف محمد ال کنون نومېږي، قضیې وروسته له دې په نړۍ کې ځان ته پام واړاوه چې هغې په ټولنیزو رسنیو کې کمپاین وکړ.


د کاناډا د بهرنیو چارو وزیره کریستیا فریلنډ پرون د ټورنټو په نړیوال هوايي ډګر کې د هغې هرکلی وکړ.


رهف محمد ال کنون له خپل هېواده لومړی کویټ او له هغه ځایه بنکاک ته لاړه.


د بنکاک د هوايي ډګر له یوه هوټله یې په‌دې خاطر له وتلو انکار وکړ چې د دې په وینا بېرته سعودي ته استول کېږي.


د جمعې په ورځ د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو اعلان وکړ چې هېواد یې حاضر دی چې دې سعودۍ ښځې ته پناه ورکړي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса