Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د عدلیې وزارت د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز لغو کړ

0
د افغانستان د عدلیې وزارت وایي، د څه باندې ۱۲۰۰ ټولنیزو ادارو د فعالیت جواز یې لغو کړل.


د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغو ټولنیزو ادارو خپل اجازت‌لیکونه نه و تمدید کړي، ځکه یې دا اقدام کړی دی.


ښاغلي ریاضت زیاته کړه:


"۱۲۸۰ ادارې چې د افغانستان په عدلیې وزارت کې ثبت وې، اکثر یې په ټولنیزو اتحادیو، سازمانونو، بنیادونو او شوراګانو کې شاملې وې."


د عدلیې وزارت د ویاند په خبره هغه ټولنیز بنسټونه چې د فعالیت د جواز له ختميدو څخه تر شپږو میاشتو پورې دغه وزارت ته مراجعه ونه‌کړي، د قانون له مخې یې د فعالیت اجازه لغو کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса