Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د امریکا د نوم د بدلون په اړه د مقدونیې د پارلمان پریکړه وستایله

0
د امریکا متحده ایالاتو د مقدونیې د پارلمان د هغې پریکړې هرکلی وکړ چې د دغه هېواد د نوم د بدلون په اړه یې کړې ده.


د مقدونیې پارلمان چې د مقدونیې د نوم له بدلون سره مخالفت درلود، د جنورۍ پر ۱۱مه له صدراعظم زوران زاییف سره تر درې ورځینو خبرو وروسته موافقه وکړه چې د دغه هېواد نوم د شمالي مقدونيې په جمهوریت بدل شي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپئو د جنورۍ پر ۱۲مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د مقدونیې مشرانو د نوم د بدلون پر سر د اختلافاتو د هواري لپاره خپل لید لوری او جرئت وښود او دا به دغه هېواد ته لاره هواره کړي چې په ناټو او اروپایي اتحادیې کې د شمالي مقدونیې د جمهوریت په حیث قانوني ځای ترلاسه کړي.


اعلامیه زیاتوي، د امریکا متحده ایالات دا تاریخي فرصت بولي چې په سیمه کې ثبات، امنیت او هوساینه راوستلی شي.


د نوم پر سر د مقدونیې او یونان ترمنځ د څو لسیزو اختلافاتو له ناټو او اروپایي ټولنې سره د دغه هېواد د یوځای کېدو مخه نیولې وه.


د یونان یو شمالي ولایت هم مقدونیه نومېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса