قوقندي: سیمې ته د بهرنیو چارو د وزیر سفر مهم او ګټور دی
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډیو ته وویل چې صلاح الدین رباني به د دغه سفر په ترڅ کې د دغه هېوادونو له چارواکو سره په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د جذب او دغه شان د ټرانسپورټ او ټرانزیټ د پرمختګ په برخه کې خبرې وکړي.
د نوموړي په خبره، تمه ده چې دا سفر د پانګونې د جذب په برخه کې ګټور تمام شي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د معلوماتو له مخې افغانستان د جنوبي او منځنۍ اسیا د نښلولو لپاره تر ټولو لنډه لار ده، نو ځکه دغه هېواد د سیمي د اقتصاد لپاره هم اغېزمن تمامېدلای شي.
