Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

پامپیو: د سعودي چارواکو د خاشقجي له قاتلینو سره د حساب ژمنې تکرار کړې

0
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ریاض کې ویلي چې سعودي چارواکو خپله هغه ژمنه تکرار کړه چې د سعودي خبریال جمال خاشقجي له قاتلینو سره به حساب کېږي.


مایک پامپیو د سعودي عربستان پاچا سلمان او واکمن ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان سره تر خبرو وروسته ویلي چې دواړو مشرانو منلې چې له هغو کسانو سره چې د دې قتل مسؤلین دي، حساب اړین دی.


د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې سي آی اې په ارزونه کې ولیعهد محمد بن سلمان تورن شوی چې د جمال خاشقجي د وژلو امر یې ورکړی دی.


سعودي چارواکي د دې وژنې د امر کولو تورونه ردوي.


جمال خاشقجي چې د سعودي د رژیم منتقد و، د اکتوبر په دوهمه نېټه په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې په مرموز ډول ووژل شو.


اوس مهال په ریاض کې یوولس کسان د خاشقجي د وژلو په تور تر تحقیق لاندې دي.


مایک پامپیو چې د منځني ختیځ په سفر وتلی، تر ریاض دمخه د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی و او ټاکل شوې چې همدا نن د عمان مرکز مسقط ته هم ولاړ شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса