Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د فوټبال نړيوال فدراسيون د کرام الدين کريم یوه غوښتنه رد کړې

0
د فوټبال نړيوال فدراسيون د افغانستان د فوټبال فدراسيون د پخواني رئيس کرام الدين کريم هغه غوښتنه رد کړې چې پر ده دې لګېدلی بنديز لېرې شي.


د فوټبال نړيوال فدراسيون «فیفا» له‌خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سازمان د اخلاقي چارو قاضي پر کرام الدين کريم د فيفا له لوري د ٩٠ ورځو دندې ځنډېدو پرېکړه تأييد کړې ده.


کرام الدين کريم د افغانستان د ښځو د فوټبال لوبډلې د يو شمېر غړو له‌خوا پر بد چلند، جنسي ځورونو او تاوتریخوالي تورن شوی دی.


د دغو تورونو په پايله کې د فوټبال نړيوال فدراسيون د کریم دنده د ٩٠ ورځو لپاره وځنډوله.


اوس د نړيوال فدراسيون مسوولينو ويلي چې کېدای دغه بنديز ۴٥ ورځې نور هم اوږد شي.


د افغانستان لويې څانوالۍ د دغو تورونو څېړلو لپاره پلټنې پيل کړي او د کريم په ګډون د افغانستان د فوټبال فدراسيون پنځه غړي يې د پلټنو تر پايه له هېواده بهر ته له تللو بند او ممنوع الخروج اعلان کړي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса