Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د ننګرهار د خوګیاڼو ځوانانو د هم‌غږۍ شورا د موجودیت اعلان وکړ

0
د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ځوانانو د هم‌غږۍ شورا د موجودیت اعلان وکړ.


د ننګرهار ولایت د خوګياڼو د ځوانانو د هم‌غږۍ شورا وايي، دا ځل د خوګیاڼو ځوانان د خپلې نوې تأسیس شوې شورا له لارې له حکومته غواړي چې د ننګرهار ولایت د دغې لوېې ولسوالۍ، امنیت، پوهنې، روغتیا، پراختیایې پروژو، د بشري حقونو موضوعاتو او د ځوانانو کاري برخو ته عملي پروګرامونه ترتیب کړي.


د دغې شورا رئيس وحیدالله "تړون" د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په‌دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل چې د خوګیاڼو ولسوالۍ له شاوخوا۴۰ او په تېره له وروستیو ۱۷ کلونو راهیسې، د ناوړه امنیتي، سیاسي او اقتصادي شرایطو له امله، د هوسا ژوند له ډېرو نعمتونو بې برخې شوي او هیله ده چې نور د حکومت له‌خوا له پامه ونه غورځول شي.


ښاغلي تړون وویل، پرله‌پسې جګړو او ناامنیو د دغې ولسوالۍ ټولې عام المنعفه شتمنۍ له خاورو سره خاورې کړي او سره له دې چې اوسیدونکو یې د امنیت د ټینګښت لپاره ډېری قربانۍ ورکړي، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله په کې، شته ستونزې پرځای پاتې دي.


خوګیاني د ننګرهار ولایت هغه نا امنه ولسوالۍ ده چې وخت په وخت ترې د جګړو او وژنو خبرونه اورېدل کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса