Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د سرپل چارواکي: په کوهستانات کې ۴۰ کورنۍ جبري وتلو ته اړې شوي

0
د سرپل ولایت چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په کوهستانات ولسوالۍ کې شاوخوا څلوېښت کورنۍ له خپلو مېنو جبري وتلو ته اړې کړي دي.


د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ازادي راډیو ته وویل چې دې کورنیو ته د تن له جامو پرته نور هېڅ هم نه‌دي پاتي.


د اماني په وینا طالبانو دا خلک ځکه له خپلو کورونو وتلو ته اړ کړي چې د کورنۍ غړو یې په دولتي ادارو کې کار کاوه:


"دې خلکو ته یې ګواښ کړی دی چې یا باید د خپلو کورنیو غړي له حکومتي ادارو وباسي او یا باید خپل کور- کلی پرېږدي او د حکومت د حاکمیت په ساحه کې ژوند وکړي."


د سرپل د والي ویاند وايي چې بېإځایه شویو کورنیو مرکز سرپل ته کډه کړې او هغوی ته د مرستو د رسولو هڅې روانې دي.


ذبیح الله اماني وايي، له کوهستانات ولسوالۍ څخه څو نورې کورنۍ هم د وتلو په حال کې دي.


وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса