Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

زلمي خلیل‌زاد پرون پنجشنبه له محمد عمر داوودزي سره وکتل

0
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون پنجشنبې په کابل کې د سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر له ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي سره وکتل او د سولې د پروسې د پرمختګونو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.


داوودزی د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس هم دی.


د سولې عالي شورا په یوه اعلامیه کې وايي، خلیل‌زاد او داوودزي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د قواوو عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر هم حاضر و، د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو په برخه کې د سیمه‌ییزې اجماع د هم‌غږۍ کولو په اړه بحث وکړ.


ښاغلی خلیل‌زاد په کابل کې له افغان چارواکو سره له لیدنو کتنو وروسته پرون اسلام آباد ته ولاړ او د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې تهمینې جنجوعه سره یې د افغانستان د سولې په بهیر کې د وروستیو پرمختګونو په اړه یې خبرې وکړې.


په پام کې ده چې خلیل‌زاد به نن د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره وګوري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса