Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په بدخشان کې د واورو د ښوئیدو له کبله ۸ تنه وژل شوي

0
په بدخشان ولایت کې د واورو د ښوئیدو یا برفکوچ له کبله اته کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.


د بدخشان د والي ویاند نیک محمدنظري ازادي راډیو ته وویل چې دې برفکوچ د پنجشنبې په ورځ د راغستان ولسوالۍ یو شمېر سیمې زیانمنې کړي.


ښاغلي نظري زیاته کړه:


"د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ په زرنداب سیمه کې یو برفکوچ راوتلی چې په پېښه کې زموږ اته هېوادوال شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي."


ښاغلي نظري وویل چې ورته برفکوچونو د مایمي او تګاب په ګډون د بدخشان ولایت د یو شمېر نورو ولسوالیو اړوندو سیمو ته هم زیانونه اړولي دي خو انساني تلفات نه‌لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса