Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د کولمبیا حکومت له موټر بم چاودنې وروسته ملي ماتم اعلان کړ

0
د کولمبیا حکومت تېر ماښام د دې هېواد په پلازمېنې بوګوټا کې د یوې موټري بمي چاودنې وروسته درې ورځنی ملي ماتم اعلان کړی.


د کولمبیا د پولیسو په وینا په‌دې چاودنه کې چې د پولیسو د اکاډمۍ په تعلیمي برخه کې وشوه، ۲۱ کسان وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي.


دا په تېرو ۱۶ کلونو کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ برید دی.


د دې هېواد دفاع وزارت ویلي، په‌دې تروریستي برید کې اتیا کیلوګرامه چاودیدونکي مواد کاریدلي و.


د کولمبیا پولیسو ویلي، په چاودنه کې خپله بریدګر هم وژل شوی او روغتون ته له انتقال شویو ټپیانو څخه ۵۸ تنه یې له لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса