Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په امریکا کې د ایران د یوه ټلویزیون نیول شوې خبریاله نه ده تورنه شوې

0
د امریکا د فدرالي محکمې د اسنادو پر اساس، د یو ایراني ټلویزیون خبریاله چې په امریکا کې زېږیدلې او دغلته په وروستیو کې توقیف شوې، په کوم جرم نه ده تورنه شوې.


مرضیه هاشمي د ایران د انګلیسي ژبې ټلویزیون پرېس ټي وي خبریاله ده.


د دې زوی وايي، مور یې د تېرې یکشنبې په ورځ د امریکا د فدرالي پولیسو له خوا په سنټ لویس کې نیول شوې ده.


هغه له نیول کېدو وروسته واشنګټن ته لېږدول شوې.


تر اوسه د دې خبریالې د نیول کېدو دلیل نه دی روښانه شوی.


چارواکو ویلي، تمه کېږي چې مرضیه هاشمي به د هغې د بیان اخیستلو وروسته خوشې شي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دا کار به څه وخت وشي.


ایران سمدستي د دې خبریالې د خوشې کېدو غوښتنه کړې. ایف بي ای او د امریکا د عدلیې وزارت په څرګنده توګه د هاشمي د قضیې په اړه تبصره نه ده کړې.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса