Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په خوست کې د ګوزڼ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین پرانیستل شو

0
نن د یکشنبې په ورځ د هېواد د یو شمېر نورو ولایتو په شان په خوست کې هم له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د ګوزڼ د واکسینو درې ورځنی کمپاین پیل شو.


د خوست د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې د واکسینو په دې کمپاین کې چې سبا د دوشنبې له ورځې به پیل شي، د یو شمېر وزیرستانیو ماشومانو په ګډون به شااوخوا درې لکه او دېرش زره ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین ورکړل شي.


د خوست د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکتر ګل احمد شاه لکڼوال ازادي راډيو ته وویل چې د دوی د واکسینو د ټیمونو د منظم کار له کبله په یاد ولایت کې په وروستیو پنځو کلونو کې د پولیو ناروغۍ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.


دی وايي چې دوی د سپیرې ولسوالۍ له ځینو لېرې پرتو سیمو پرته چې هلته د ماشومانو شمير تر سلګونو نه اوړي، د ولایت په ټولو ولسوالیو او سیمو کې د ګوزڼ ناورغۍ پر ضد واکسین تطبیقېږي.


نوموړي په هغو سیمو کې د پولیو د مثبتو واقعاتو د پیدا کېدو ګواښ رد نه کړ چې ماشومان يې په پرله پسې توګه له واکسینه پاتې کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса