Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

لینډسي ګراهام نن له شاه محمود قریشي سره د افغانستان په اړه غږېدلی

0
امریکایي مخکښ سناتور لینډسي ګراهام نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر مسئلې خبرې وکړې.


ښاغلی ګراهام د سنا د قضایي کمېټې مشر او د دې جرګې د پوځي خدماتو او بودجې د کمېټو مخکښ غړی دی.


پاکستاني رسنیو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند محمد فیصل له قوله ویلي چې دواړو مشرانو په دې کتنه کې د دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو ترڅنګ، د افغانستان د سولې او پخلاینې په اړه هم خبرې وکړې.


په دې اړه نور جزیات نه دي څرګند شوي، خو ښاغلي قریشي پرون وویل چې پاکستان هڅه کوي چې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو د بل دور کوربه توب وکړي.


پاکستاني رسینو ویلي چې د پاکستان د صدراعظم او د پوځ د لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په ګډون، له لوړپوړو چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد په لیدنو کتنو کې د دغې غونډې مسئله مطرح شوې ده.


خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی دا روښانه کړې چې د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره به په اسلام اباد کې ونه ګوري.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса