Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په مسکو او یو شمېر نورو ښارونو کې خلکو مظاهرې وکړې

0
په مسکو او یو شمېر نورو ښارونو کې جاپان ته د کوریل د ټاپوګانو د احتمالي سپارلو په وړاندې خلکو مظاهرې وکړې.


د ګوندونو د یوه ائتلاف او ملتپالو ډلو له خوا نننیو مظاهرو ته رسمي اجازه ورکړل شوې وه.


د لېرې ختیځې روسیې په خبروفسک ښار کې شااوخوا پنځه سوه کسان په دې مظاهره کې راټول شوي وو.


مظاهره کوونکو شعارونه وکول چې کوریل زموږ دی او مړ دې وي د پوتین حکومت.


پرون هم د روسیې د لېرې ختیځ د یوژنو ساخالین په ښار کې هم شااوخوا ۳۰۰ کسانو په مظاهرې کې ګډون کړی و.


دغه لانجمن ټاپوګان چې روسیه او جاپان دواړه یې د ملکیت ادعاوې کوي، د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې پخواني شوروي اتحادې لاندې کړي دي.


د دغې لانجې د هواري لپاره مسکو او توکیو په دې وروستیو کې خبرې تېزې کړي دي. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса