Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

سوریې د دمشق پر هوایي ډګر د اسرائیل د هوایي بریدونو مخه نیولې

0
سوریه وايي چې د پلازمېنې دمشق پر هوایي ډګر یې د اسرائیل د هوایي بریدونو مخه یې نیولې ده.


د سوریې د دولتي ټلویزیون د خبرله مخې، د سوریې د هوایي مدافعې ځواکونو مخکې له دې چې د اسرائیل له خوا توغول شوي پنځه توغندي د دمشق په نړیوال ډګر کې پر هدف ولګېږي، هغه یې رانسکور کړل.


د خبر له مخې، شپږم توغندی هم پر یوې کروندې را پریوتی دی.


د اسوشېټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې، په دې وروستیو کې د اسرائیل جنګي الوتکې د سوریې دننه د حملو لپاره د لبنان له هوایي قلمروه استفاده کړې ده.


د اسرائیل صدراعظم بنيامین نتانیاهو په دې وروستیو کې په ښکاره وویل چې اسرائیل په سوریه کې په سلګونو هغه ځایونه ویشتي چې ایران او د لبنان حزب الله ډلې ورڅخه کار اخیست.


د دمشق پر هوایي ډګر د وروستي برید په اړه اسرائیل تراوسه څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса