Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

محب د خپلې دندې ترڅنګ د کورنیو چارو د وزارت چارې هم پر مخ وړي

0
د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب د خپلې دندې ترڅنګ د کورنیو چارو د وزارت چارې هم پر مخ وړي.


د ارګ په یوې اعلامیې کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ماښام د کورنیو چارو وزارت ته ولاړ او هلته یې دا سپارښتنه وکړه چې د کورنیو چارو د نوي وزیر تر معرفي کولو پورې به ښاغلی محب د دغه وزارت چارې پر مخ وړي.




د دې پریکړې هدف د دغه وزارت د کارونو د ځنډ مخنیوی ښودل شوی دی.


د اعلامیې له مخې ولسمشر غني ویلي هغه پروسه چې د امرالله صالح د مدیریت په دوره کې پیل شوې باید دوام وکړي او وایي، پریکړې باید د فرد نه بلکه د ادارې له‌خوا ونیول شي.


تردې درې ورځې وړاندې امرالله صالح د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه له دندې استعفا وکړه او د ولسمشر اشرف غني په نوي انتخاباتي ډلې کې د لومړي مرستیال په توګه ونومول شو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса