Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

ملي امنیت: په میدان وردګ کې پروني برید ۳۶ تنه وژلي او ۵۸ ټپیان دي

0
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، پرون په میدان وردګ ولایت کې د ملي امنیت پر یوې قطعې د طالبانو په حمله کې ۳۶ کسان وژل شوي او ۵۸ نور ټپیان دي.


د ملي امنیت عمومي ریاست نن دا خبره په یوه اعلاميه کې کړې ده.


مخکې د ملي امنیت د ریاست یوې سرچینې نن ازادي راډیو ته تأیید کړې وه چې ميدان ښار ته نږدې په پروني برید کې ۴۳ تنه وژل شوي او ۵۴ نور ټپیان شوي دي.


نن د ولسمشر دوهم مرستيال سرور دانش په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې د هېواد دښمنان بايد په دې پوه وي چې دا پېښه به بې‌ځوابه پاتې نه‌شي.


په کابل کې د امریکا سفارت په ميدان وردګ کې د ملي امنیت پر يوه روزنيز مرکز حمله په سختو ټکو غندلې ده.


په يوه اعلاميه کې دې سفارت ويلي چې دا حمله د افغانستان د دفاع کوونکو پر وړاندې یوه ډارنه هڅه ده چې پر ضد يې امریکا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده.


د ملي امنيت ریاست په نننۍ اعلاميه کې ویل شوي چې طالبانو دا حمله د هاموې موټر په واسطه کړې.


اعلاميه زیاتوي، همداراز درې ځانمرګي بریدګر چې غوښتل يې دغه روزنيز مرکز ته ننوځي، د مرکز ساتونکو ووژل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса