Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

راشد خان د سږ کال د يو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی

0
راشد خان د کرکټ د نړیوالې شورا د ۲۰۱۸ میلادي کال د يو ورځنیو لوبو په غوره لوبډله کې ځای خپل کړی دی.


د کرکټ نړیوالې شورا نن سې شنبه د تېر کال د کرکټ د غوره څېرو د پېژندلو تر څنګ د کال غوره يو ورځنۍ لوبډله هم اعلان کړه چې له افغانستانه راشد خان هم په‌کې شامل دی.


په دغه لوبډله کې له انګلستان او هندوستانه څلور څلور لوبغاړو او افغانستان، بنګله‌دېش او له نیوزیلنډه يوه يوه لوبغاړي ځای خپل کړی.


راشد خان په تېر میلادي کال کې د ۱۴،۴۵ په اوسط سره وتوانېد چې ۴۵ وېکټې واخلي او له خپلو نورو سیالانو وړاندې شي.


د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي بیا د کرکټ په درېواړو فارمټونو ټېسټ، يو ورځنیو او ۲۰ اوریزو لوبو کې د کال غوره لوبغاړي جایزه خپله کړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса