Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د ۳ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان شوې

0
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د درېیو نورو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو وروستۍ پایلې هم اعلان کړې.


د دغه کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح سادات نن ازادي راډيو ته وویل چې پنجشېر، کاپیسا او سرپل هغه ولایتونه وو چې تېره ورځ يې د شکایتونو کمېسیون دوی ته لېست سپارلی او دوی يې له تخنیکي ارزونې وروسته نن وروستۍ پایلې اعلان کړې.


ښاغلی سادات وايي چې یوازې د سرپل په وروستیو پایلو کې بدلون راغلی او د دوو نورو یادو شویو ولایتونو لومړنی لېست د اعتبار وړ دی.


د یادولو ده چې له دې وړاندې هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د نهو نورو ولایتونو وروستۍ پایلې اعلان کړې وې.


ښاغلی سادات وايي چې ډېر ژر به د پاتې نورو ولایتونو د ولسي جرګې انتخاباتي وروستۍ پایلې هم اعلان شي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса