Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې هند کې خپل تمرینات پيل کړل

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو د هندوستان په بنګلور کې خپل تمرینات پيل کړل.


د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه ۲۲ ورځنی تمریناتي کمپ د ایرلنډ په وړاندې راتلونکي سیریز او د ۲۰۱۹ میلادي کال نړیوال جام سیالیو ته د چمتووالي په هدف ترسره کېږي.


په دغه تمریناتي کمپ کې ۴۴ لوبغاړي شامل دي چې له ډلې به‌یې ۲۰ غوره لوبغاړي د ایرلنډ په وړاندې سیالیو ته غوره شي.


د کرکټ بورډ د مسؤلینو په خبره، په‌دغه تمریناتي کمپ کې د نورو برخو تر څنګ په تېزې توپ اچونې هم ډېر تمرکز کېږي، څو يو شمېر تېز بالران د نړیوال جام سیالیو ته چمتو شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса