Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

افغان چارواکو او اروپايي اتحادیې له افغانستان سره پر ژمنو بحث وکړ

0
افغان چارواکو او د اروپايي اتحادیې استازو پرون چهارشنبه د سولې په برخه کې له افغانستان سره د اروپايي اتحادیې پر ژمنو بحث وکړ.


په دې غونډه کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د افغانستان لپاره د اروپايي اتحادیې د ځانګړي استازي رولنډ کوبیا په مشرۍ جوړه شوه، د هغو پنځو مسئلو په اړه خبرې وشوې چې د جنیوا په کنفرانس کې اروپايي اتحادیې وړاندیز کړې وې.


د سولې په پروسه کې د ټولو خواوو شاملول، د امنیتي سکټور په ګډون اصلاحات، په ټولنه کې بیا یوځای کېدل، سیمه‌ییز اتصال او سوداګري او د سولې په راتلونکو موافقو کې د احتمالي ضامن د رول لوبول پنځه وړاندیزونه وو چې د جنیوا په غونډه کې اروپايي اتحادیې کړې وې.


اروپايي اتحادیې د کابل په پرونۍ غونډه کې ژمنه وکړه چې په افغانستان کې به د سولې لپاره له هېڅ‌راز مرستې ډډه ونه‌کړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса