Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په هلمند کې د ولسي مرګ ژوبلې د راپورونو بشپړه او جدې څېړنه کېږي

0
د افغانستان دفاع وزارت د هغو راپورونو د څېړنې لپاره یو هیئت ټاکلی چې وايي، د هلمند په سنګین کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په عملیاتو کې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


دفاع وزارت د پنجشنبې د ورځې په ماښام په یوه خبرپاڼه کې وویل، له تېرو درېیو ورځو راهېسې یې د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې د وسله والو پر ضد پراخ تصفیوي عملیات کړي دي.


د دفاع وزارت وايي، په دې عملیاتو کې وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د وسلو زېرمتونونه یې له منځه وړل شوي.


د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید ازادي راډیو ته وویل، په عملیاتو کې د ولسي مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه بشپړې او جدې څېړنې کوي او نتایج به یې له ولس سره شریک کړي.


تر دې مخکې د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان ویلي وو چې په سنګین ولسوالۍ کې پر یوه کور د هوایي برید په نتیجه کې د یوې کورنۍ شپاړس غړي وژل شوي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.


د هلمند د والي ویاند عمر ځواک هم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د دې پېښې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د دقیق شمېر معلومولو په هدف یو پلاوی ټاکل شوی دی.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса