Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د پاکستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې نقیب الله محسود بې ګناه وباله

0
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې په خپل راپور کې د پولیسو له خوا له ترهګرو سره د اړیکو لرلو په تور وژل شوی قبایلي ځوان نقیب الله محسود بې ګناه بللی.


د پولیسو له خوا د نقیب الله محسود د وژنې څېړنیز راپور د پنجشنبې په ورځ خپور شوی چې د رسنیو د راپورونو له مخې، د نقیب الله محسود په ګډون د ۳ نورو ځوانان وژل پکې بې ګناه وژنې بلل شوې دي.


د تېر ۲۰۱۸ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې د کراچۍ د پولیسو یوه مشر راو انور یو قبایلي ځوان نقیب الله محسود له ۳ نورو کسانو سره یوځای وواژه او تور یې ولګاوه چې هغوی له ترهګرو ډلو سره اړیکې درلودې.


خو د ترهګرۍ ضد محکمې د یو کال په اوږدو کې تر څېړنو او پلټنو وروسته پر نقیب محسود لګېدلي تورونه رد کړي او هغه یې بېګناه بللی دی.


که څه هم پولیسو د نقیب محسود په وژنه تورن راو انور د لنډې مودې لپاره ونیو او په کور کې یې نظر بند کړ، خو بیا وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې هغه بې ګناه وباله او د نظربندۍ تر ختمولو وروسته یې ازاد کړ.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса