Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

عمر داوودزي د افغانستان او پاکستان لپاره د چین له استازي سره وکتل

0
د سولې عالي شورا وايي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړي استازي نن د افغانستان او پاکستان لپاره د چین د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د سولې د پروسې د پرمختګونو په اړه خبرې وکړې.


محمد عمر داوودزي او دینګ زي ژن په پېکنګ کې وکتل.


د سولې د عالي شورا ویاند سید احسان طاهري چې چین ته په سفر کې له ښاغلي داوودزي سره ملګری دی، نن ازادي راډیو ته وویل، په دې کتنه کې همداراز د سیمې د هېوادونو د مرستندویې ونډې په اړه هم خبرې وشوې.


ده زیاته کړه:


"نن هم ښاغلی داوودزی او ورسره پلاوی په پېکنګ کې مهمې غونډې لري، د چین د خلکو د جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له لومړي معین او د شانګهای د همکارۍ د سازمان له سکرتر جنرال سره به ګوري."


ښاغلی طاهري زیاتوي چې چین کولای شي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه او موثره ونډه ولري.


ښاغلی داوودزی چې په عین حال کې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس هم دی، پرون د یوه درې ورځني سفر په مخه پېکنګ ته ورسېد.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса