Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

امریکا د ایران پر ځينو ډلو او شرکتونو بندیزونه لګولي

0
د امریکا د خزانې وزارت پر ایران د نویو فشارونو په لړۍ کې د قدس ځواک سره پر ملیشه ډلو- فاطمیون او زینبیون او همداراز له ماهان هوايي شرکت سره پر تړلي قِشم فارس ایر هوايي شرکت او د ارمنستان پر یوه مسافرتي شرکت بندیزونه لګولي.


فاطمیون له افغانانو او زینبیون له پاکستانیانو جوړې ملېشه ډلې دي چې د حرم د مدافعینو په نوم یادېږي او د ایران د رژیم په ګټه په سوریه کې جګړه کوي.


د دې ډلو څه باندې دوه زره غړي تراوسه د سوریې په جګړه کې وژل شوي دي.


د امریکا د خزانې وزیر سټیفن منوچين پرون د بندیزونو د اعلان په بیان کې وویل، د ایران رژیم په دې هېواد کې دېره کډوال له خپلو حقونو محروموي او په سوریه کې یې جنګوي.


ایران د امریکا د نویو بندیزونو په اړه عکس العمل نه دی ښودلی، خو ویلي یې دي چې ځواکونه یې د بشار الاسد د رژیم په خوښه په سوریه کې دېره دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса