Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د جرمني نفوس د ۲۰۱۸ کال له پای سره سم له ۸۳ میلیونو واوښت

0
د جرمني د احصایې اداره وايي چې د دې هېواد نفوس د ۲۰۱۸ کال له پای ته رسېدو سره سم له ۸۳ میلیونو واوښت.


د جرمني د احصايې فدرال ادارې نن اعلان وکړ چې د جرمني د وګړو په شمېر کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۲۰۰ زره زیاتوالی راغلی دی.


د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر په دوهمه نېټه د ختیځ او لوېدیځ جرمني د یووالي په را وروسته موده کې دا د دې هېواد د نفوسو تر ټولو لوړ رقم دی چې یو علت یې د کډوالو د شمېر زیاتېدل بلل شوی.


له یووالي مخکې د جرمني نفوس ۷۹،۳ میلیونه و.


جرمني د وګړو د شمېر له پلوه په اروپايي ټولنه کې لومړی او له روسیې وروسته د اروپا تر ټولو ګڼ نفوسه هېواد دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса