Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د امریکا په تاریخ کې د حکومت تر ټولو اوږد تعطیل پای ته ورسېد

0
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ومنله چې په موقته توګه د فدرال حکومت قسمي تعطیل پای ته ورسوي.


د امریکا متحده ایالتونو په تاریخ کې د حکومت تر ټولو اوږد تعطیل لږ تر لږه د اوس لپاره پای ته ورسېد.


دغه تعطیل چې د فدرال حکومت یو شمېر ادارې پکې شاملې وې، پنځه دېرش ورځې دوام وکړ.


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې د تعطیل د موقتي پای ته رسېدو اعلان وکړ.




ده وویل:


"زه ډېر ویاړم چې نن اعلان کوم چې موږ یوې معاملې ته ورسېدو، څو تعطیل پای ته ورسوو او فدرال حکومت بېرته پرانیزو."


ټرمپ دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د امریکا د کانګرس دواړو جرګو پرون د فدرال حکومت د قسمي تعطیل د پای ته رسېدو لپاره د فبرورۍ تر پنځلسمې د بودجې د تمویل په سر یوې مسودې ته رأیه ورکړه.


تر دې مخکې د ټرمپ ټول وړاندیزونه چې ده د حکومت د تعطیل د پای ته رسولو لپاره کړي وو، کانګرس رد کړي.


خو ټرمپ پرون دا شرط هم کېښود چې جمهوري غوښتونکي او ډموکراتان به په درېیو راتلونکو اوونیو کې د دېوال په جوړولو خبرې کوي.


نوموړي وویل:


"که موږ له کانګرسه یوه مناسبه معامله ترلاسه نه کړای شوه، نو حکومت به د فبرورۍ له پنځلسمې وروسته بیا وتړل شي او یا به د امریکا متحده ایالتونو د اساسي قانون له مخې، د خپلو راکړل شویو صلاحیتونو له مخې دا اضطراري حالت ختم کړم."


په دې اساس ولسمشر ډونالد ټرمپ له مکسیکو سره په پوله کې د دېوال جوړولو ته له خپله هوډه نه دی ګرځېدلی.


هغه پرون هم د تعطیل د موقتي پای ته رسولو د اعلان په وخت له مکسیکو سره د دېوال د جوړولو په اهمیت خبرې وکړې.


ټرمپ له کانګرسه غوښتي چې له مکسیکو سره د دېوال د جوړولو لپاره چې اغزن سیمونه، وسپنیزې موانع او دېوالونه شامل وي، د پنځو میلیاردو او اووه سوه میلیونو ډالرو غوښتنه کړې.


د ده دا غوښتنه د کانګرس له خوا رد شوه او په نتیجه کې یې د فدرال حکومت بودجه هم ځنډول شوې وه.


د دې تعطیل په خاطر اتو لکو کارکوونکو پنځه دېرش ورځې معاش نه دی اخیستی، خو ټرمپ ژمنه وکړه چې د دغو کارکوونکو معاش به ژر ورکړل شي.


راپور: صفي الله ستانکزی



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса