Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

عمر داوودزي د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره خبرې کړي

0
د افغانستان د سولې شورا د دارلانشا رئیس او د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزی نن په پېکنګ کې د چین د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سره د افغانستان پر سوله خبرې کړي دي.


د سولې د شورا ویاند سید احسان طاهري ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي داودزي د شانګهای د همکارۍ د سازمان له عمومي منشي سره هم لیدلي دي. 


احسان طاهري زیاته کړه:


"د چین د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د بحث اصلي موضوع دا وه چې څنګه کولای شو، د سیمه ییزې اجماع په اړه او د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پیل په برخه کې د چین واقعي او عملي همکاري جلب کړای شو."


د افغانستان د سولې شورا چارواکي پر دې باور دي چې چین د افغانستان په سوله کې مهم رول لوبولای شي.


محمد عمر داوزی په یو درې ورځني سفر چین ته تللی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса