Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

قریشي: پاکستان د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه

0
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي، هېواد یې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو، امریکا او د افغانستان د حکومت په راوستلو سره د سیمې په سوله کې خپل رول ولوباوه.


ښاغلي قریشي نن یکشنبه په ملتان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، پاکستان د یوه داسې هېواد په توګه چې د افغانستان لپاره ښې هیلې لري، د افغانستان په سوله کې د مهم رول د لوبولو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړ.


د قطر په خبرو کې د افغانستان حکومت برخه نه لرله.


تر دې مخکې د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال اصف غفور وویل چې پاکستان خپل مسؤلیت ادا کړ او اوس د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو هیله لري.


غفور همداراز ویلي چې پاکستان د طالبانو او امریکايي پلاوي د خبرو اسانتیا رامنځته کړه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса