Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په فرانسه کې ژېړ واسکټو د يوولسمې اوونۍ لپاره لاریون وکړ

0
د فرانسې د ولسمشر ايمانوئل مکرون د پالېسيو په مخالفت کې د يوولسمې اوونۍ لپاره په لسګونو زره کسانو چې د خونديتوب ژېړ واسکټونه يې اغوستي وو، د څو ښارونو په لارو کوڅو کې لاريون وکړ. 


چارواکو پرون وويل، په ګڼو ښارونو کې د پوليسو او مظاهره چيانو ترمنځ اخ او ډب شوى او پوليسو په پلازمېنه پاريس کې د مظاهره چيانو د تيت او پرک کولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی. 


د پاريس پلَس دوله بستي ساحه په تېرو درېيو مياشتو کې د مظاهرو اصلي مرکز ګڼل کېږي. 


په پاريس کې يوه ٣٤ کلن اعتراض کوونکي افيد ماروخ وويل:


"زه اصلاً نه پوهېږم، هر وخت چې خپل اعتراضونه اعلانوو، اوښلن ګاز راباندې کارول کېږي، د همدغو ګازو حمله راباندې کېږي، دا هغه وضعيت دى چې په فرانسه کې روان دى."


د فرانسې چارواکو ويلي چې په پاريس کې ٢٢٣ کسان نيول شوي دي.


د کورنيو چارو وزارت وايي، په ټوله فرانسه کې شااوخوا ٦٩٠٠٠ کسانو په مظاهرو کې برخه اخيستې وه چې د تېرې اوونۍ په نسبت کم شمېر دى. 


د دوى په حواله، تېره اوونۍ په دغسې مظاهرو کې ٨٤٠٠٠ کسانو ګډون کړى و. 


دغه مظاهره چيان په ژېړ واسکټو ځکه مشهور دي چې د خونديتوب شببين داره ژېړ واسکټونه يې په تن دي. 


مظاهرې په لومړيو کې د ولسمشر مکرون له خوا پر تېلو د ماليې د لوړولو د پلان په اعتراض کې پيل شوې، خو وروسته په پراخو حکومت ضد اعتراضونو بدلې شوې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса