Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د کندهار چارواکي: د وسله‌والو د روزنې يو ستر مرکز له‌منځه وړل شوی

0
په کندهار کې چارواکي وايي، نړيوالو ځواکونو په کندهار کې د وسله‌والو د روزنې يو ستر مرکز له‌منځه وړی. 


پر ياد مرکز هوايي بريدونه وړمه شپه ترسره شوي دي.


نړيوالو ځواکونو د وسله‌والو ياد مرکز د کندهار د سپين‌بولدک ولسوالۍ د سرو څاهانو په سيمه کې له‌منځه وړی.


د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي وایي چې په هوايي برید کې وسله‌والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


دی زیاتوي:


"وسله‌والو مخالفانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې. ۱۹ کسان‌یې وژل شوي دي، او ۱۱ نور یې ټپیان دي."


عزيزي وویل چې وسله‌والو له دغه مرکزه د ځانمرګو بريدګرو د روزنې او نورو ترورېستي فعاليتونو لپاره کار اخیست.


خپله نړيوالو ځواکونو او طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса