Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

ملي اردو: په کندهار او زابل کې ۱۰ وسله وال وژل شوي

0
د افغانستان ملي اردو وايي، د یکشنبې له ورځې راهېسې یې په کندهار او زابل کې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


په کندهار کې د ۲۰۵ میوند قل اردو ویاند احمد صادق عیسی وايي، د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په عملياتو کې ۳ وسله وال وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.


ښاغلي عیسی همدارنګه وویل چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې هم د ملي اردو د ځمکنیو ځواکونو په بريدونو کې ۷ وسله وال وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.


د ۲۰۵ اتل قول اردو د ویاند په خبره، په ترسره شوو عملياتو کې د وسله والو يو شمېر پټنځايونه او وسلې هم له منځه وړل شوي دي.


طالب وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса