Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

په قرغزستان کې يوه ښځه په نژادي نفرت اچونه تورنه شوه

0
په قرغزستان کې يوه ښځه د چين په شمال لوېديځه سيمه شين جيانګ کې د پېکنګ د پالېسیو پر ضد په لاريون کې په نژادي نفرت اچونه تورنه شوې ده.


د قرغزستان په پلازمېنه کې يوې محکمې حکم وکړ چې ګل جميله سپرلايوا به دوه مياشتې توقيف شي.


د دې قضيې په اړه پلټنې دوام لري.


د بشري حقونو فعال امانبول باباکولوف د ازادي راډيو ځايي څانګې ته ويلي چې ۵۶ کلنه سپرلايوا د جنورۍ په درويشتمه ونیول شوه.


دا له هغو پنځو سوو لاریون کوونکو وه چې په بشکيک کې د جنورۍ په اوولسمه راټول شوي وو او د چین په شینجیانګ سیمه کې يې د مسلمانانو د ځپنې پر ضد اعتراض کاوه.


لاریون کوونکو له چارواکو غوښتل چې په قرغزستان کې چينايي وګړي له قرغزستانه وباسي چې د دوی په وينا، په غير قانوني توګه هلته اوسي.


د کورنيو چارو وزارت وروسته وويل چې ۲۱ اعتراض کوونکي د عامه نظم په اخلالولو تورن شول او هر یو پنځه څلوېښت ډالره جريمه شو.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса