Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

ايټالیا له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو غور کوي

0
ايټالیا په راتلونکي يوه کال کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر ايستلو غور کوي.


دا خبره د ايټاليا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي نن په روم کې وکړه.


دې سرچينې خبريالانو ته ويلي، د ايټاليا د بهرنیو چارو وزيرې روبرټا پینوتي د دې هېواد له پوځه غوښتي چې له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه خپل لومړی پلان جوړ کړي.


د سرچينې په وينا د ځواکونو د وتلو د وخت چوکاټ ښايي ۱۲ مياشتې وي.


ايټاليا په افغانستان کې له تېرو ۱۵ کلونو راهيسې نظامي حضور لري او اوس‌مهال په دې هېواد کې ۹۰۰ ځواکونه لري چې د ناټو ماموریت په چوکاټ کې فعاليت کوي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса