Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې ۴ سیمه‌ییز پوليس وژل شوي

0
د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې څلور سیمه‌ییز پوليس د خپلو دوو همکارانو له لوري وژل شوي دي.


دغه بريد تېره شپه د پنجوايي ولسوالۍ د دواب په سیمه کې شوی دی.


د کندهار د والي ویاند عزيز احمد عزيزي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


"له بده مرغه تیره شپه د پنجوایې په ولسوالۍ کې څلور محلي پولیس په یوه پوسته کې د ملګرو له‌خوا ویشتل شوي دي. برید کوونکي په تېښته بریالي شوي او په اړه یې پلټنې روانې دي."


بل‌خوا یوه باوري دولتي سرچينه وایي چې د تېرې شپې په داخلي بريد کې پنځه سیمه‌یيز پوليس وژل شوي او بريد کوونکو د سیمه‌یيزو پوليسو څلور ميله وسلې هم له ځان سره وړي دي.


طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.


 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса