Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د هندوستان او نیوزلېنډ لوبه کوربه هېواد نیوزلېنډ وګټله

0
د هندوستان او نیوزلېنډ تر منځ څلورمه یو ورځنۍ لوبه کوربه هېواد نیوزلېنډ وګټله.


دا لوبه چې نن د هامیلټون په لوبغالي کې ترسره شوه په‌کې لومړی بېټنګ هندوستان وکړ، خو لوبډله يې یوازې د ۹۲ منډو په جوړولو وتوانېده.


کوربه نیوزلېنډ اسانه دا هدف د اتو ویکټو په توپیر په ۱۵ اوور کې پوره او لوبه يې وګټله.


دا په داسې حال کې ده چې هندوستان د پنځو یو ورځنیو لوبو څخه درې يې ګټلي او جام يې په‌خپل نوم کړی دی.


د دغه سیریز وروستۍ یوه لوبه د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه ترسره کېږي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса