Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Январь
2019

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د ډېرو لوبو لپاره یو پروګرام جوړوي

0
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ډېرو لوبو د تر سره کولو لپاره په پروګرام جوړولو کار پیل کړ.


د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي چې فدراسیون د روان کال د پلان لپاره دا غونډه له هغې وروسته وکړه چې د فوټبال فني مرستیال ته لويې څارنوالۍ د کار د دوام اجازه ورکړه.


فدراسیون وايي، اوس مهال دوی په‌دې کار کوي چې د فدراسیون بودجوي ستونزې حل، ملي لوبډلې ته سفرونه برابر او په ولایتونو کې ډېرې سیالۍ تر سره شي.


د افغانستان د فوټبال فدراسیون له‌خوا د نوي کال پلان له هغې وروسته له ځنډ او خڼد سره مخ شو چې د نجونو د فوټبال پخوانۍ لوبغاړي د فدراسیون په مشر د جنسي ځورولو تورونه پورې کړل.


د افغانستان لویې څارنوالۍ د څېړنو په خاطر د فوټبال فدراسیون د رئیس په شمول د ځینو مشرانو وظیفې وځنډولې خو څارنوالۍ تېره اوونۍ د یوسف کارګر څخه دا بندیزونه لېرې کړل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса