Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

په عراق کې د تاجکستان پنځه ښځينه وګړي په بند محکومې شوې

0
په عراق کې د تاجکستان پنځه ښځينه وګړي له افراطي ډلې داعش سره په اړيکو له تورنېدو وروسته په عمري بند محکومې شوې.


د عراق او کویټ لپاره د تاجکستان سفير زبيداله زبيدزاده ازادي راډيو ته وويل، دغه پنځه ښځې پرون پنجشنبه محکومې شوې دي.


د هغه په خبره د دغو ښځو د محکومېدو پر مهال په بغداد کې د تاجکستان د سفارت يو چارواکى حاضر و.


د زبيدزاده په خبره د تاجکستان د يوه بل وګړي محکومېدل وروسته له هغې وځنډېدل چې عراقي چارواکي ورته د ازبکۍ ژبې د ترجمان په موندلو بريالي نه شول.


د تاجکستان د چارواکو په خبره په وروستيو کې په عراق کې درې څلوېښت تاجکۍ ښځې له داعش سره د ارتباط په تور په بند محکومې شوې دي.


د تاجکستان چارواکي وايي، په سوريه او عراق کې په وروستيو کلونو کې د تاجکستان ١٩٠٠ وګړو د داعش تر څنګ په جګړو کې برخه اخېستې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса