Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

افغان کرکټ بورډ د ایرلېنډ په وړاندې سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې

0
د افغانستان کرکټ بورډ د ایرلېنډ په وړاندې، ټېسټ، يو ورځنیو او شل اوورېزو سیالیو ته لوبډلې اعلان کړې.


د لوبغاړو د غوراوي کمېټې مشر دولت احمدزي نن په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې د ایرلېنډ په وړاندې يادې سیالۍ د نړیوال جام لپاره د لوبغاړو د وړتیاوو د معلومولو او چمتووالي لپاره دوی ته مهمې دي.


د دغو سیالیو په بېلابېلو درېیو لوبډلو کې د يو شمېر پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ څو ځوانو استعدادونو لکه اکرام علي خېل، ضیا شریفي او وقار سلام خېل ته هم ځای ورکړل شوی دی.


ټاکل شوې افغان لوبډله د روانې فبروري میاشتې له ۲۱مې نېټې نه د مارچ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې د ایرلېنډ په وړاندې درې شل اوورېزې، پنځه يو ورځنۍ او يوه ټيسټ لوبه وکړي.


يادې لوبې د افغانستان په کوربه‌توب د هندوستان په دهرادون ښار کې ترسره کېږي چې په ټلوېزیون به هم وښودل شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса