Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

روسيه: امريکا دې په رومانيا کې د ميزايل توغولو دستګاه له منځه يوسي

0
روسيې ويلي، د امريکا متحد ايالتونه بايد د ناټو په غړي هېواد رومانيا کې د MK-41 په نوم د دفاعي ميزايلو د توغولو دستګاه له منځه يوسي.


مسکو وايي، دا کار بايد د سړې جګړې د مهال د اټمي وسلو د کنټرول تاريخي تړون تطابق ته د ستنېدو لپاره وشي.


د روسيې دفاع وزارت پرون ويل چې واشنګټن بايد په رومانيا کې د همدغه دليل لپاره خپل بې چلوونکي هوايي نقليه وسايط هم له منځه يوسي.


په مسکو کې د امريکا د سفارت پوځي اتشه ته چې دفاع وزارت ته احضار کړاى شوى و، يو يادښت هم سپارل شوى چې د مسکو دغه غوښتنه په کې شامله ده.


روسيې د ١٩٨٧میلادي کال د منځ واټه اټومي وسلو د کنټرول په تړون کې د خپل مسؤليت د ځنډولو اعلان د روانې اوونۍ په پيل کې وکړ.


روسيې د ١٩٨٧میلادي کال د منځ واټنه اټمي وسلو د کنټرول له تړونه تېره يکشنبه ووتله، تر دې يوه ورځ مخکې امريکا وويل، تر هغو چې مسکو له دغه تړونه خپلې سرغړونې بندې نه کړي، واشنګټن به په شپږو مياشتو کې له دغه تړونه ووځي.


خو مسکو دا نه مني چې له دغه تړونه دې یې سرغړونه کړې وي.


د امريکا د ميزايلو دفاعي سېستم په ٢٠١٦ میلادي کال کې د رومانيا په جنوب کې ځاى پر ځاى شو چې ماموريت يې د پراخ دفاعي پوښښ د يوې برخې په توګه د راکټونو ويشتل او نسکورول دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса