Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

د يونان پارلمان په ناټو کې د مقدونيا د يوځاى کېدو بحث پيل کړ

0
د يونان پارلمان په ناټو کې د ګاونډي هېواد مقدونيا د يوځاى کېدو پر پروتوکول مباحثې پيل کړې.


ويل کېږي له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د څو لسيزو د لانجې ختمېدو زمينه برابره شي.


مقدونيا چې د پخوانۍ يوګوسلاويا جمهوريت دى، تېر ميلادي کال له يونان سره موافقه وکړه چې نوم به يې د شمالي مقدونيا په جمهوريت بدل شي.


د دواړو هېوادونو پارلمانونو له وړاندې د نوم بدلولو دغه موافقه تصويب کړې ده.


يونان پر دغه نوم ځکه انتقاد درلود چې يو ولايت يې په همدغه نوم دى.


تمه کېږي چې د يونان پارلمان به نن ناوخته په دې اړه رأيه اچونه وکړي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса