Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

په فاریاب کې دوه نیول شوي مولداویایي پیلوټان بېرته خوشې شوي

0
هغه دوه مولداویایي پیلوټان چې په افغانستان کې یرغمل شوي وو، له درې نیمو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شوي دي.


دا خبره د مولداویا ولسمشر ایګور دودان نن د دې هېواد په پلازمېنه کیشینوف کې خبریالانو ته وکړه.


دودان وویل، د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به مسکو ته لاړ شي چې خوشې شوي پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه کړي.


هغه وویل، دواړه پیلوټان د مسکو په یوه روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې د قناعت وړ دی.


د مولداویا دغه پیلوټان د ۲۰۱۵ کال په نوامبر کې د افغانستان په فاریاب ولایت کې هغه مهال طالبانو ونیول چې روسي ساخت مي ۱۷ ډوله هلیکوپټر یې په سیمه کې اضطراري ناسته وه.


د دوی د عملې درېیم مولداویایي وژل شوی و.


د مولداویا ولسمشر چې له مسکو سره نږدې اړیکې لري، دغه راز وویل چې د څو میاشتو خبرو اترو په نتیجه کې دواړه پیلوټان دوه ورځې مخکې خوشې شوي دي.


هغه زیاته کړه چې د دغو پیلوټانو د خوشې کېدو هدف یوازې د فدراتیفې روسیې د مشرتابه په مرسته ترلاسه شوی چې په دې اړه یې ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې وه.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса