Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

چارواکي په تخار کې د طوفان ۲۴ په نوم عملیاتو کې د بریاوو خبر ورکوي

0
افغان امنیتي چارواکي د تخار ولایت د کوکچې سیمې په ولسوالیو کې په پیل شویو تصفیوي عملیاتو کې د بریاوو خبر ورکوي.


په شمال ختیځ زون کې د ۲۰مې فرقې قوماندان جنرال حیات الله اقتاش نن وویل چې په دغو عملیاتو کې چې پرون پیل شوي، وسله والو ته تلفات رسېدلي دي.


دی وایي:


"د طوفان ۲۴ په نوم عملیات پرون د تخار د کوکچې په شااوخوا ولسوالیو کې پیل شول چې په لومړۍ ورځ لس وسله وال طالبان مړه او ۱۵ نور ټپیان شول."


د ۲۰مې فرقې قوماندان دغه راز ټینګار وکړ چې دغه عملیات به تر هغې دوام وکړي چې سیمه بشپړه له وسله والو پاکه شي.


ښاغلي اقتاش دغه راز وویل، په دې عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته تلفات نه دي رسېدلي.


د کوکچې سیمه چې د تاجکستان پولې ته نږدې پرته ده، د تخار اووه ولسوالۍ چې د دې ولایت تر ټولو ناامنې ولسوالۍ ګڼل کېږي، پکې فعالې دي.


وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса