Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

سرچينه: د انتخاباتي کمېسیون نوي کمېشنران به ډېر ژر وګمارل شي

0
د انتخاباتو د قانون د تعدیل له توشيح سره پر یوه وخت د ولسمشر دفتر ته نږدې یوه سرچينه وايي چې د انتخاباتي کمېسیون نوي کمېشنران به ډېر ژر وګمارل شي.


سرچینه وايي، ټاکل شوې ده د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات نوي کمېشنران مديريت کړي.


په همدې حال کې د ولسمشر د دفتر مرستيال وياند شاه حسېن مرتضوي ازادي راډيو ته وويل چې نن سې شنبې د کابينې په غونډه کې د انتخاباتو د قانون مسوده تصويب شوه او افغان ولسمشر هم لاسلیک کړه.


د ښاغلي مرتضوي په وينا، د انتخاباتو په نوي قانون کې د غوراوي کمېټې حذف له یو شمېر مواردو څخه دی.


مرتضوي د انتخاباتي کمېسیونو د کمېشنرانو د غوراوي د څرنګوالي په اړه داسې وويل:


"د غوراوي کمېټه حذف شوه او پرځای یې یو مېکانيزم په پام کې دی چې له انتخاباتو سره اړوند سیاسي ګوندونه او مدني ادارې یو لېست جوړوي چې له دې لېسته د انتخاباتي کمېسيون او انتخاباتي شکايتونو کمېسيون غړي حذفېږي."


د انتخاباتو د نوي قانون له مخې په ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو کې د کانديدۍ لپاره ۲۵ کاله عمر ټاکل شوی دی.


په‌دې قانون کې همدا راز په ولسواليو شوراګانو کې د ښځو لپاره ۲۵ فیصده برخه په پام کې نیول شوې ده.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса