Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2019

په تخار کې د هاوان مرمۍ د يوې کورنۍ درې غړي وژلي

0
د تخار ولایت ځايي چارواکي وايي، په دې ولایت کې پر يوه استوګنځای د هاوان د مرمۍ د لګېدو په پېښه کې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.


د تخار د والي وياند محمد جواد هجري ازادي راډيو ته وويل چې د پېښې په نتيجه کې يې د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.


په وروستۍ پېښه کې په دشت قلعه کې د هاوان یوه مرمۍ پر يوه استوګنځای لګېدلې چې پکې د دوو کوچنیانو په ګډون د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور يې ټپیان شوي دي.


خو د ولایتي شورا منشي محمد اعظم عظيمي نن ازادي راډيو ته وويل چې د تخار ولایت د دشت قلعه ولسوالۍ په شهر کهنه سيمه کې په دې پېښه کې د یوې کورنۍ درې غړي وژل شوي او اته نور يې ټپیان شوي او د بلې کورنۍ دوې لوڼې، مور او پلار يې ټپيان شوي دي.


د ښاغلي عظیمي په وينا، د دشت قلعه ولسوالۍ شهر کهنه سيمه د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ پرته ده او تر اوسه روښانه نه ده چې دا فیرونه له کومې خوا شوي، خو د تخار د والي وياند جواد هجري وايي چې د هاوان دا مرمۍ وسله والو طالبانو ويشتلي دي.


وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса